تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: «په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ سره ناست و چې له پاسه یې یو غږ واورېد، نو سر یې پورته کړ او ویې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه خلاصه شوې، له هغې څخه یوه ملايکه راکوزه…

