آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمن څخه رسول الله ﷺ ته یو څه سره زر راولېږل، چې په یوه رنګ شوي پوستکي کې تاو وو او له خاورو لا پاک شوي نه و، نو رسول الله ﷺ د څلور کسانو تر منځه ووېشل: عیینه بن بدر، اقرع بن حابس، زید…

