ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
Explanation
Benefits
په دوامداره توګه هغه څه ته د کتلو په اړه خبرداری چې لېدل ورته حرام وي، کله چې پرې په ناڅاپي توګه له قصد پرته سترګې ولږیږي.
په دې کې د دې خبرې ثبوت دی چې د صحابه کرامو په مینځ کې بیګانه ښځو ته لیدل حرام و، لکه څنګه چې له جرير رضي الله عنه څخه ثابته ده چې هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې کله یې له قصد پرته په ناڅاپي توګه په یوې بیګانه ښځې سترګې ولږیږي، نو آیا دا د قصدي لیدلو په توګه دي؟
دا په ډاګه کوي چې شریعت د خپلو خلکو ګټو ته پاملرنه کوي، لدې امله یې پرې بیګانه ښځو ته لیدل حرام کړي دي، ځکه چې دنیوي او اخروي مفاسد ترې ولاړیږي.
صحابه کرامو رضی الله عنهم به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله او د هغه څه په اړه به یې ترې پوښتنه کوله چې پرې به نه پوهېدل، او عامو خلکو ته هم همداسې په کار دي چې خپلو علماوو ته رجوع وکړي او د هغه څه په اړه ترې پوښتنه وکړي چې پرې نه پوهیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

