كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له اوږې ونیولم او ویې ویل: «كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»«په دنيا کې داسې اوسېږه لکه پردی يا مسافر»،
او ابن عمر به وېیل: كله دې چې ماښام کړ نو د سهار انتظار مه كوه، او كله چې دې سهار کړ نو د ماښام انتظار مه كوه، روغتيا دې د ناروغۍ او ژوند دې د مرګ پر وړاندې غنیمت وګڼه.
Explanation
نو ابن عمر پر دې نصیحت عمل وکړ او ویل به یې: کله دې چې سبا کړ نو د بیګا انتظار مه کوه، او کله دې چې بیګا کړ نو د سبا انتظار مه کوه، او ځان دې په هدیرو کې د مړو په څېر وشمېره، او ځکه چې عمر له روغتیا او ناروغتیا خالي نه وي. نو له ناروغتیا وړاندې په عبادت سره بیړه وکړه، او روغتیا د نیکو عملونو لپاره غنیمت وګڼه؛ وړاندې له دې چې ستا او د روغتیا تر منځه واټن رامنځته شي، او په دنیا کې ژوند غنیمت وګڼه، نو هغه څه پکې راټول کړه چې له مرګ نه وروسته درته ګټه ورسوي.
Benefits
هغو کسانو ته په نصیحت او لارښوونې پیل کول چې غوښتنه یې نه وي کړي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د قناعت وړ متلونو په وړاندې کولو سره پدې وینا ښه ښوونه وکړه چې: "په نړۍ کې داسې اوسه لکه پردی يا لاروی".
خلک اخرت ته د دوی په سفر کې له یو بل سره توپیر لري؛ لاروی په زهد کې له پردي لوړ مقام لري.
د دې خبرې وضاحت چې امیدونه باید لنډ وي او مرګ ته چمتوالی ونیول شي.
حدیث پر دې دلالت نه کوي چې روزي او د دنیا خوندونه پرېښودل شي؛ بلکې په دنیا کې زهد ته په هڅولو دلالت کوي او دا چې انسان باید ورپسې لږ وګرځي.
د نېکو کارونو په کولو کې بېړه کول؛ مخکې له دې چې ترې عاجز شي او ناروغي یا مرګ یې مخنیوی وکړي.
د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فضیلت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وعظ څخه اغېزمن شو.
د مؤمنانو وطن جنت دی، نو ځکه دی په دنیا کې پردی او د اخرت کور ته تلونکی مسافر دی، نو په پردي وطن کې د هېڅ شي پورې زړه نه تړي، بلکې زړه یې له هغه وطن سره تړلی وي چې ورګرځي، او په دنیا کې یې استوګنه یوازې د خپلو اړتیا د پوره کولو او بېرته ګرځېدلو ته د چمتووالي نیولو په موخه وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

