HadeethEnc · 1.46.0
مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د اوښانو پالنه پر غاړه درلوده، نو زما نوبت راغی، ما ماښام مهال اوښان د پېولو لپاره خوشي کړل، هلته مې رسول الله صلی الله علیه وسلم پداسې کې ولید چې خلکو ته یې خبرې کولې، نو د هغه دا خبرې مې واورېدې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ».
هېڅ مسلمان نشته - چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا ولاړ شي او د زړه له تله او د اندامونو په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړي- مګر دا چې جنت ورته ضامن دی» وایې نو ما وویل چې: دا څومره ښه کار دی، ګورم چې زما مخې ته یو بل تن وویل: له دې نه هغه مخکینی یې ډېر ښه و، نو ومې لیدل، ګورم چې عمر دی، ویې ویل: ما ولېدل چې ته لږ مخکې راغلې، ویې ویل: «له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خبرو پر مهال دوه لوی فضیلتونه بیان کړل:
لومړی دا چې: چا په سمه توګه ادوس وکړ او په مسنونه طریقه یې بشپړ کړ، هر غړي ته یې خپله اندازه د اوبو حق ورکړ او بیا یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا عبد الله ورسوله؛ یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، مګر دا چې د جنت اته دروازې به ورته خلاصې شي او له هرې دروازې چې وغواړي ترې به ورننوځي.
دویم: چا چې دا بشپړ اودس وکړ او د دې اودس پسې یې د زړه له اخلاصه په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړ؛ خپل مخ او د بدن ټول غړي یې الله ته په سجده کړل، نو جنت ورته واجب شو.

03
Benefits
د الله تعالی لوی فضل چې په لږ عمل سره ډېر اجر ورکوي.
د بشپړ اودس کولو مشروعیت او ورپسې په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ کول، او هغه اجر چې پدې سره تر لاسه کیږي.
په ښه توګه اودس او ورپسې دغه ذکر کول جنت ته د ننوتلو له اسبابو څخه دي.
دا ذکر ویل غسل کوونکي ته هم مستحب دي.
د خېر کارونو کولو او خپرولو ته د صحابه کرامو لېوالتیا او پدې او د ژوند په چارو کې یې یو له بل سره همکاري.
له اوداسه نه وروسته په ذکر کولو سره د زړه اخلاص او او له شرک څخه پاکوالی حاصلېږي، همدا رنګه په اوداسه سره بدن له ښیرو څخه پاکېږي.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares