HadeethEnc · 1.46.0
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جنابت څخه په پيمانه غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې اوبه کارولې او اودس به یې په ورغوي سره کاوه: او (مد) یعنې پیمانه څلور لپې کیږي: د یو برابر انسان لپه چې دواړه ورغوي سره یو ځای کړي.
03
Benefits
د اودس او غسل پر مهال د اوبو په لګښت کې ګذران کول او له اسراف څخه ډډه کول، که څه هم اوبه پرېمانه وي.
د اودس او غسل پر مهال د اړتیا په اندازه د لږو اوبو لګول مستحب دي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.
موخه دا ده چې اودس او غسل په بشپړه توګه وشي، سربېره پر دې چې سنتونه او آداب باید مراعت شي پرته لدې چې اسراف وشي، وخت به مراعتوي او د اوبو زیاتوالی او لږوالی او داسې نور به پام کې نیسي.
د جنابت اطلاق په هر هغه چا کیږي چې مني ترې لاړ شي او یا جماع وکړي او جنابت ورته ځکه ویل کیږي چې جُنب انسان د لمانځه او عبادت څخه تر هغه پورې ډډه کوي چې پاک شي.
پیمانه (صاع) د تول پېژندل شوې آله ده، او موخه ورڅخه نبوي پېمانه ده چې وزن یې (480) مثقاله ښې وربشې کیږي او په لیتر (۳ لیتره) کیږي.
مد: د اندازه کولو شرعي واحد دی چې د معتدل شخص د ډکو لاسونو اندازه ده چې کله یې ډک کړي او لاسونه ورسره اوږده کړي او مد: د فقهاوو په اتفاق څلور صاعه کیږي او اندازه یې (۷۵۰) ملی لیتره ده.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares