په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
Explanation
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.
Benefits
الله تعالی په رحمت سره یاد شوی دی، او هغه پاک ذات رحمان او رحیم دی، بندګانو ته د خپل رحمت رسوونکی دی.
بدله د عمل له جنس څخه وي، نو رحم کوونکو باندې الله رحم کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

