HadeethEnc · 1.46.0
که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کیدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عباس -رضي الله عنهما- نه روايت دی، چې د الله رسول -صلی الله عليه وسلم- فرمایلي: "که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کېدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که چېرته خلکو ته په تشې دعوې کولو یو څه ورکول کېدی؛ پرته لدې چې ثبوت وړاندې کړي او یا قرائن شتون ولري؛ نو ځینو خلکو به په نورو د مال او ویني دعوا کړې وه، خو اصل دا دی چې څوک دعوه کوي نو پر هغه د هغه څیز د لاسته راوړلو لپاره د ثبوت وړاندې کول دي او که چېرته ثبوت ونه لري، نو دوسيه (قضیه) مدعی علیه ته وړاندې كېږي، كه هغه ترې انکار وکړ، نو قسم به خوري او براءت به حاصلوي.
03
Benefits
ابن دقیق العید فرمایلي: دا حدیث په احکامو کې اصل او د مخالفت او شخړې پر مهال لوی سند دی.
شریعت د دې لپاره راغلی چې د خلکو مال او وینې له لاس وهنې خوندي کړي.
قاضي به د خپلو معلوماتو پر بنسټ حکم نه کوي، بلکې ثبوتونو ته به اعتبار ورکوي.
هر هغه څوک چې بې ثبوته ادعا وکړي، نو هغه مردوده ده، که هغه د حقوقو او معاملاتو په اړه وي یا د عقیدې او علم په چارو کې.

Attribution
[البيهقي او نورو همداسې روایت کړی دی، او يوه برخه يې په صحيحينو کې ده]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares