څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي» وایي چې اشعث وویل: « قسم په الله چې زما سره داسې شوي و؛ زما او د یو یهودي تر منځ د ځمکې په سر شخړه وه نو هغه راته انکار وکړ، ما هغه د پیغمبر ﷺ حضور ته راووست، نو رسول الله ﷺ راته وویل: «آیا ته ثبوت لرې؟» ما وویل: «نه» وایي: بیا یې یهودي ته وویل: «قسم وکړه» وایي: ما وویل: «اې الله رسوله! هغه به قسم وکړي او زما مال به واخلي. نو دا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} د آیت تر پایه، یعنې: هغه خلك چې د الله تړون او خپل قسمونه په لږه بيه پلوري.
Explanation
{أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ} نو دا هغه خلک دي چې په اخرت کې د دوی لپاره څه برخه نشته {وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ}، او الله تعالی به له دوی سره د دوی په ګټه خبرې ونه کړي، بلکې پرې به غصه وي، {وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ}، او د رحمت او نیکۍ په نظر به ورته ونه ګوري {وَلَا يُزَكِّيهِمْ} او نه به یې په ښې ستاینې او بښنې سره له ګناهونو او چټلیو پاک کړي، {وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ} او شته دی د دوی لپاره دردناک عذاب، د هغه څه له امله چې دوی کړي دي.
Benefits
په کوچنیو او لویو چارو کې د مسلمانانو د حقونو لوی والی.
د انکار پر مهال؛ پر دعوا کوونکي ثبوت وړاندې کول او پر هغه چا قسم یادول دي چې دعوا پرې شوې ده.
حق په دوو ګواهانو ثابتېږي، نو که چېرته له دعوا کوونکي سره ثبوت نه وي، نو هغه څوک به قسم کوي چې دعوا پرې شوې ده.
په دروغو د قسم خوړولو حرمت، هغه قسم چې یو څوک یې پر دروغو کوي تر څو پرې قسم خوړونکی د بل چا مال تر لاسه کړي، او دا کبیره ګناه ده، چې له امله یې خاوند د الله تعالی له قهر او د هغه له عذاب سره مخ کېږي.
د واکمن له خوا د شخړې خاوند ته نصیحت، په ځانګړې توګه کله چې د قسم خوړلو اراده وکړي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

