له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة؛ عبد الرحمن بن صخر رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: "له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ، بېشکه چې ستاسو څخه مخکني خلک (په دین کې) د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په اړه د خپلمنځي اختلافاتو له امله هلاک شوي دي".
Explanation
Benefits
په منع شوو کارونو کې د هېڅ یو د کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، خو هغه کارونه چې امر پرې شوی دا قید ورته اېښودل شوی چې تر خپلې وسې پورې؛ ځکه چې پرېښودل (ترک) د انسان په وس کې وي، خو عمل کول د قدرت (توان) غوښتنه کوي، تر څو امر شوی کار ترسره شي.
د ډېرو پوښتنو کولو حرمت، علماوو پوښتنې کول په دوو برخو وېشلي: لومړی: هغه دي چې د دين په اړه د څه شي زده کولو ته اړتیا وي لکه د صحابه کرامو پوښتنې، نو دا هغه پوښتنې دي چې په کولو یې امر شوی. او دویم: هغه پوښتنې دي چې سختي او تکلیف زیږوي، نو دا ډول پوښتنې حرامې دي.
دې امت ته د خپل پېغمبر د نافرمانۍ په اړه خبرداری، لکه څنګه چې له دوی نه وړاندې په مخکنیو امتونو کې شوي دي.
له منع شوي کارونو څخه موخه لږ او ډېر دواړه دي، ځکه چې د ځان ساتلو لار ترې دا ده چې له لږو او ډېرو دواړو څخه ځان وساتل شي، د بېلګې په توګه: موږ یې له سود څخه منع کړي یو، نو دا ممانعت لږ او ډېر دواړو ته شاملېږي.
ټول هغه اسباب پرېښودل چې حرامو ته لار پرانیزي؛ ځکه چې همدا د ځان ساتنې له معناوو څخه یوه ده.
انسان ته نه ښایي چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر واوري چې ووایي: آیا واجب دی که مستحب، بلکې په عملي کولو کې یې باید بیړه وکړي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: «فَأْتُوا مِنْهُ مَا استَطَعْتُمْ». یعنې د خپلې وسې تر کچې یې عملي کړئ.
زیاتې پوښتنې د هلاکت سبب ګرځي، په ځانګړې توګه په هغو چارو کې چې رسېدل ورته ناشوني وي لکه غیبي مسائل، د قیامت د ورځې حالات، نو زیاتې پوښتنې مه کوه چې هلاک به شې، او داسې یو څوک به شې چې زیان له تکلیفونو او پېچلتیاوو سره مخ کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

