خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُلِقَ آدَمُ، وَفِيهِ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ، وَفِيهِ أُخْرِجَ مِنْهَا، وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ إِلَّا فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ».
"تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم پیدا شوی او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی او په همدې ورځ ترې راوېستل شو، او قیامت د جمعې له ورځې پرته نه راځي".
Explanation
Benefits
د جمعې په ورځ زیات نیک عملونه کول او ټېنګار پرې کول، او د الله تعالی د رحمت د ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیول او له نعمتونو څخه د محرومېدو دفع کول.
د جمعې د ورځې دغه ځانګړتياوې چې په احاديثو کې راغلي د جمعې د فضيلت په اړه دي، خو داسې ویل شوي چې: دا د جمعې د ورځې د فضیلت د یادولو ځانګړتیاوي نه دي؛ ځکه چې د آدم ویستل او د قيامت راتګ فضيلت نه ګڼل کېږي. او ويل شوي چې: دا ټول فضيلتونه دي او د آدم ویستل د رسولانو، انبیاوو او نیکانو د نسلونو د شتون سبب دی، او د قيامت قائمېدل د نېکانو د بدلې او په عجلې سره د کراماتو د لاسته راوړلو لامل دی چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.
لدې روایت پرته په نورو روایتونو کې د جمعې د ورځې نورې ځانګړتياوې هم ذکر شوي دي لکه: پدې کې د آدم توبه قبوله شوې، او په همدې ورځ وفات شوی او پدې کې یو ساعت دی چې هر مؤمن بنده پکې له الله تعالی نه څه وغواړي هغه ته یې ورکوي.
د کال تر ټولو غوره ورځ د عرفات ورځ ده، او داسې هم ویل شوي چې: د قربانۍ ورځ ده، او د هفتې تر ټولو غوره ورځ جمعه او غوره شپه د قدر ده.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

