چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي: چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
Explanation
Benefits
له دې ناوړه وینا څخه وېرول او دا چې ویونکی یې په لوی خطر کې دی، کله چې خپل (مسلمان) ورور ته ووایي، نو په کار ده چې د ژبې ساتنه يې وشي او دا چې باید یوازې د علم او بصیرت پر بنسټ خبرې وشي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

