HadeethEnc · 1.46.0
قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوشریح رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي ﷺ فرمایلي: قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي».
02
Explanation
نبي ﷺ قسم وکړ او درې ځل یې قسم تأکید کړ، ویې فرمایل: قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري. صحابه وو وپوښتل: اې د الله رسوله، څوک ایمان نه لري؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې د هغه له خیانت، ظلم او شر څخه وېرېږي.
03
Benefits
له هغه چا څخه د ایمان نفی چې ګاونډی یې د ظلم او شر څخه په امن کي نه وي، دا د دې ښکارندويي کوي چې دا عمل له کبیره ګناهونو څخه دی، او ددې عمل پلي کوونکي ایمان نیمګړی دی.
ګاونډي سره په نیکۍ کولو ټینګار او په وینا یا عمل سره يې ازارول پرېښودل.
ګاونډي سره په نیکۍ کولو ټینګار او په وینا یا عمل سره يې ازارول پرېښودل.
Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

