HadeethEnc · 1.46.0
اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه".
02
Explanation
ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله شوروا پخوې، نو اوبه او ښوروا دې زیات کړه، او خپل ګاونډیان دې پرې وپاله.
03
Benefits
ګاونډیانو سره ښه چلند ته هڅوونه.
د ګاونډیانو ترمنځ د ډالیو د تبادلې مستحبوالی، ځکه چې دا کار مینه زېږوي او مینه کې زیاتوالی راولي، او هغه مهال پدې کار زیات ټینګار کېږي، کله چې خواړه ځانګړې خوشبویي ولري او د ګاونډي اړتیا معلومه شي.
ښو کارونو ته هڅوونه او هر هغه څه چې ممکن وي، حتی که لږ هم وي، څو د مسلمانانو زړونو خوشحاله شي.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares