HadeethEnc · 1.46.0
پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي او پر چا چې حد جاري شو او الله یې پرده وکړه او بخښنه یې ورته وکړه، نو الله تعالی له دې ډېر عزتمند دی چې هغه څه بېرته واخلي چې یو ځل یې بخښلی دی».
02
Explanation
نبي صلی الله علیه وسلم وايي چې چا یوه ګناه وکړه، هغه چې له امله یې پرې شرعي حد لازمېږي لکه: زنا او غلا، بیا خپله سزا وګوري او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو په نوموړي حد سره یې هغه ګناه پاکېږي او په آخرت کې ترې سزا لرې کېږي؛ ځکه الله تعالی لدې ډېر سخي او مهربان دی چې بنده ته دوه سزاګانې سره یو ځای کړي، او الله چې په دنیا کې د چا پرده وکړه او په ګناه سره یې سزا ورنه کړل شوه او الله ورته عفوه او بخښنه وکړه، نو الله تعالی لدې ډېر عزتمند او سخي دی چې د هغې ګناه له امله سزا ورکړي چې یو ځل یې ورته بخښلې ده.
03
Benefits
د الله تعالی ستر عدل، سخاوت او مهرباني.
په دنیا کې حد جارې کېدل د ګناه لپاره کفاره ده.
او له چا چې داسې یوه ګناه وشي چې حد پرې لازمېږي، نو دا چې الله یې پرده وکړه ورته په کار دي چې پر ځان پرده واچوي او په بیړه صادقانه توبه وکړي.
په دنیا کې حد جارې کېدل د ګناه لپاره کفاره ده.
او له چا چې داسې یوه ګناه وشي چې حد پرې لازمېږي، نو دا چې الله یې پرده وکړه ورته په کار دي چې پر ځان پرده واچوي او په بیړه صادقانه توبه وکړي.
Attribution
[الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

