HadeethEnc · 1.46.0
مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی".
02
Explanation
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مؤمن تر هغه وخته پورې د نیکیو په پراخه لار روان دی او د الله تعالی مهربانۍ، بخښنې او عفوې ته امیدوار دی، تر دې چې یو انسان ووژني، هغه چې وژل یې حرام دي، نو بیا یې پرې د عملونو کړۍ راتنګېږي؛ ځکه چې د قتل او لوی ګناه توان نه لري.
03
Benefits
په ناحقه او قصدي ډول وژل ستر ناوړه عمل دی، ځکه چې له امله یې پر مؤمن د دین پراختیا راتنګېږي.
هغه وینه چې تویول یې حرام دي په څلور ډوله ده: ۱- د مسلمان وینه، چې تر ټولو لویه ده، ۲- د ذمي وینه، چې دوی هغه یهودیان او عیسویان دي چې دوی د جزیې په ورکولو سره منلي د اسلام په خاوره کې په خپل دین د پاتې کېدو پریکړه کړي وي او د اسلام احکام پر دوی نافذ شوي وي، ۳- د تړون لرونکي (معاهد) وینه، دوی هغه کافران دي چې په خپلو هېوادونو کې دي او موږ ورسره د سولې تړون لرو، نو موږ ورسره جګړه نه کوو او دوی زموږ سره جګړه نه کوي. ۴- د خوندي کس (مُستأمٍن) وینه، چې دا هغه جنګیالی کافر دی چې موږ ورسره هېڅ تړون یا ژمنه نه لرو، خو موږ هغه ته د ټاکلې مودې لپاره د واکمن او یا یې مرستیالانو له خوا امنیت ورکړي وي څو په اسلامي هېواد کې و اوسېږي.

Attribution
[بخاري روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares