داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم، او په حوض کې به پر ما نه راځي، مګر څوک چې د دوی په دروغو باور ونکړي او په ظلم کې ورسره مرسته ونه کړي هغه زما څخه دی، او زه له هغه څخه یم، او د حوض سره به پر ما راشي".
Explanation
Benefits
د هغو کسانو لپاره خبرداری چې په ظلم کې د واکمن ملاتړ کوي.
په حدیث کې ګواښ د دې عمل په حراموالی دلالت کوي، او دا چې دا یوه له لویو ګناهونو څخه ده.
په نیکۍ او تقوا کې همکارۍ ته هڅوونه او په ګناه او تېري کې د همکارۍ ممانعت.
زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته د حوض ثابتېدل او دا چې امت به یې پرې تېرېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

