واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له وائل الحضرمي څخه روايت دی وايي چې: سلمه بن يزيد الجعفي رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې وییل: اې د الله نبي، موږ ته خبر راکړه چې که چېرته پر موږ داسې حاکمان مقرر شي چې زموږ څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي خو موږ ته زموږ د حقونو له راکولو انکار کوي، نو ته موږ ته څه امر کوې؟ هغه ترې مخ واړاوه، بیا یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ترې مخ واړاوه، هغه ترې بیا په دویم او یا دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس راکش کړ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي».
Explanation
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې مخ وګرځاوه؛ لکه چې دا پوښتنې یې بدې وګڼلې، خو پوښتونکي ترې په دویم او دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه دا پوښتونکی راکش کړ چې چوپ یې کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ او ویې فرمایل: د هغوی وینا ته غوږ ونیسئ او د امر اطاعت یې وکړئ؛ یقینا پر هغوی د هغه څه ځواب ویل دي چې هغوی ته ورترغاړې دي لکه عدل کول او رعیت ته خپل حق ورکول، او پر تاسو هغه څه دي چې در ترغاړي دي لکه له هغوی څخه پیروي کول، د حقونو ادا کول او پر ازمېښتونو صبر کول.
Benefits
په دندو کې د واکمنانو غفلت دا نه توجیه کوي چې خلک په خپلو دندو کې غفلت وکړي؛ ځکه هر کس د خپلې دندې مسوولیت لري او په نیمګړتیا سره یې نیول کیږي.
دين په راکړه ورکړه نه؛ بلکې د حق ادا کولو ته په ژمنتیا ولاړ دی، که څه هم مقابل لوری د حق په ادا کولو کې پاتې راغلی وي، لکه څنګه چې په دې حديث کې راغلي دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

