هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.
Explanation
Benefits
د سختیو پر مهال الله تعالی ته په دعا سره رجوع کول، ځکه چې له هغه سره یې بدل شته.
مؤمن باید د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر ومني حتی که د امر تر شا یې ورته حکمت هم څرګند نه وي.
د مومن ټوله ښېګڼه په دې کې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ته غاړه کېږدي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

