کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".
Explanation
لومړی: صدقه چې ثواب يې دوامداره وي او نه پرې کېږي لکه وقف، جومات جوړول، د څاګانو کېندل او داسې نور.
دوهم: هغه علم چې خلکو ته یې ګټه رسیږي لکه: د علمي کتابونو تالیف، یا دا چې یو چاته یې علم ښوده، نو هغه شخص یې له مرګ وروسته علم نشروي.
دریم: مؤمن او صالح اولاد، چې خپل مور او پلار ته دعا کوي.
Benefits
پدې حدیث کې یې دا درې په ځانګړې توګه یاد کړي دي؛ ځکه چې دا د ښېګڼو بنسټونه دي، او د خیر د خاوندانو موخه هم همدا وي چې له مرګ نه وروسته یې پاتې شي.
هر هغه علم چې ګټه ترې اخیستل کیږي هغه ته یې ثواب رسیږي، خو د ټولو په سر کې شرعي علم او مرستندویه علوم دي.
علم د دې درې واړو څیزونو ګټور یو دی؛ ځکه چې په علم سره هغه چاته ګټه رسیږي چې زده کوي یې، په علم کې د شریعت ساتنه ده، پدې سره خلکو ته عامه ګټه رسیږي، او دا تر ټولو زیات عام او شامل دی، ځکه چې هغه ستا له شته علم څخه ستا په ژوند او ستا له مرګ نه وروسته زده کړه کوي.
د صالحه اولادونو په روزنه ټینګار؛ ځکه همدوی دي چې په اخرت کې مور او پلار ته ګټه رسوي، او له ګټو څخه یې دا ده چې له مرګ نه وروسته ورته دعا کوي.
له مرګ نه وروسته د مور او پلار سره په نیکۍ کولو ټینګار، او دا هغه نیکي ده چې اولاد ترې ګټه اخلي.
دعا مړي ته ګټه رسوي، اګر که له اولاد پرته د بل چا لخوا وي، خو اولاد ځکه په ځانګړې توګه یاد شوی چې هغه تر مرګه پورې په دوامداره توګه دعا کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

