خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل: «خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي، سر ته یې ګمارل شوي ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي».
Explanation
Benefits
په غیاب کې دعا کول د ایمان او ورورګلوۍ د رېښتېنولۍ ښکاره ثبوت دی.
په ځانګړې توګه د غیابي دعا یادونه لدې امله شوې چې په نهایت اخلاص او د زړه په حضور سره کېږي.
مسلمان ته په غیاب کې دعا کول د قبلېدو له اسبابو څخه یو دی.
نووي رحمه الله ویلي: خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیاب کې دعا کول فضیلت لري، او که چېرته یې د مسلمانانو یوې ډلې ته دعا وکړه نو دا فضیلت ورته بیا هم حاصلېږي، او که ټولو مسلمانانو ته یې وکړه، نو داسې ښکاري چې دا هم ترلاسه کېږي، ځینو سلفو به چې کله ځانته دعا کوله نو هماغه دعا به یې خپل مسلمان ورور ته هم کوله؛ ځکه چې قبلېږی او ده ته هم د هغه په څېر اجر ورکول کېږي.
د ملاېکو د ځینو اعمالو بیان او دا چې له هغوی څخه ځینې داسې دي چې الله تعالی پر همدې عمل ګمارلي دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

