HadeethEnc · 1.46.0
کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د هغې دعا وییلو لارښوونه کړې ده چې جومات ته د ننوتلو پر مهال وییل کیږي چې هغه : (اللَّهُمَّ افْتَحْ لي أَبْوابَ رَحْمَتِكَ) ده، نو له الله تعالی څخه سوال کوي چې د خپل رحمت اسباب ورته آسان کړي، او له الله تعالی څخه د هغه د فضل او زیاتې ښېګڼې غوښتنه کوي لکه: د حلال رزق.
03
Benefits
جومات ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال د دې دعاګانو وییل مستحب دي.
د ننوتلو سره د رحمت یادونه او له راوتلو سره د فضیلت یادونه: د دې لپاره وه چې داخل شوی کس په هغه څه مشغول شو چې الله تعالی او د هغه جنت ته یې نږدې کوي نو د هغه لپاره مناسبه وه چې د رحمت یادونه وشي، او کله چې راووځي نو په ځمکه کې هڅه کوي او د الله تعالی د فضل پسې پلټنه کوي، نو مناسبه وه چې د فضیلت یادونه وشي.
دا دعاګانې هغه مهال وییل کیږي کله چې جومات ته د ننوتلو او یا له جومات څخه د راوتلو اراده ولري.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares