HadeethEnc · 1.46.0
چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې: عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».
02
Explanation
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مسجد له ودانۍ څخه یې بڼې بدلون مونده، نو مسجد له ښختو څخه جوړ و او چت یې د خرما له پاڼو څخه، خو عثمان رضي الله عنه غوښتل چې په ډبرو او ګچ سره یې جوړ کړي، نو عثمان رضي الله عنه هغو ته وويل چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړي، پرته لدې چې ځان ښودنه او شهرت یې موخه وي، نو الله تعالی به هغه ته د هغه د کار له جنس څخه غوره بدله ورکړي، چې هغه بدله هغه ته د الله تعالی لخوا په جنت کې د کور جوړول دي.
03
Benefits
د جومات په جوړولو ټینګار او فضیلت یې.
د جومات پراخه کول او نوی کول د ودانولو په فضیلت کې داخل دي.
په ټولو عملونو کې الله ته د اخلاص اهمیت.
د جومات پراخه کول او نوی کول د ودانولو په فضیلت کې داخل دي.
په ټولو عملونو کې الله ته د اخلاص اهمیت.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

