کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».
Explanation
Benefits
د منحرفو، بدعتیانو او هغه خلکو په اړه خبرداری چې د خلکو د ګمراه کولو لپاره ستونزې او شکونه رامنځته کوي.
د الله تعالی پدې وینا سره د آیت پای ته رسیدل چې فرمايي:{وما يذكر إلا أولو الألباب} یعنې او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان) پدې کې د هغو خلکو څخه پرده پورته شوي چې تل حیران، زړه نا زړه وي او سمه لار نه مومي. او د ثابت قدمو خلکو صفت پکې شوی: یعنې هغه خلک چې پند او عبرت نه اخلي د خپلې خوښې پيروي کوي نو هغوی هېڅکله د سالم عقل خاوندان ندي.
د متشابهاتو پيروي د زړه د کوږوالي لامل ګرځي.
واجب ده چې متشابه آيتونه؛ هغه چې معنا یې واضحه نه وي محکمو آیتونو ته راجع شي.
الله تعالی د خلکو د امتحان لپاره د قران کریم ځینې آیتونه محکم او ځینې نور یې متشابه ګرځولي تر څو د ایمان خاوندان له ګمراهانو څخه جلا شي.
په قرآن کریم کې د متشابهاتو په شتون کې په نورو باندې د عالمانو د فضیلت اظهار دی. او عقلونو ته یې د کوتاهۍ په اړه خبرداری دی چې په خپلې عاجزۍ اعتراف وکړي.
په علم کې د رسوخیت فضیلت او په هغه کې د ثبات اړتیا.
پدې آیت کې: { وما يعلم تأويله إلا الله والراسخون في العلم } د ( الله ) په کلمه باندې په ودرېدلو کې مفسرین دوه قوله لري: څوک چې په ( الله ) کلمه وقف وکړي نو په تاویل سره به مراد د یو شي په حقیقت او جوهر پوهېدل مراد وي او هغه څه چې پوهېدل پرې ناشوني وي لکه: روح او قیامت؛ هر هغه څه چې الله تعالی پرې پوهېدل ځانته ځانګړي کړي وي، او څوک چې د ( الله ) کلمه وصل کړي او وقف پرې ونه کړي نو له تاویل څخه به مراد تفسیر، پلټنه او وضاحت وي، نو معنا به یې داسې وي چې الله پرې پوهیږي او په علم کې د رسوخ خاوندان پرې هم پوهیږي، نو ایمان پرې راوړي او محکم ته یې راجع کوي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

