انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له المقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: «انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
Explanation
Benefits
د خوراک اصلي موخه دا ده چې روغتیا او ځواک وساتل شي، او په دې دواړو سره ژوند خوندي او سالم پاتې شي.
د معدې ډکول د بدن او دین لپاره ضررونه لري، عمر رضي الله عنه فرمایلي: «د معدې له ډکوالي څخه ډډه وکړئ، ځکه چې بدن فاسدوي او د لمانځه د ادا کولو پر وړاندې سستي او تمبلي پیدا کوي».
خواړه له شرعي پلوه څو برخې لري: واجب (فرض): هغه خواړه دي چې د ژوند ساتلو لپاره اړین وي او پرېښودل یې (بدن) ته زیان رسوي. جایز: هغه دي چې له واجب مقدار زیات وي، خو د ضرر وېره پکې نه وي. مکروه: هغه دي چې د ضرر وېره ورسره وي. حرام: هغه خواړه دي چې ضرر یې معلوم وي. مستحب : هغه دي چې د الله عبادت او طاعت کې مرسته کوي. دا موضوع په حدیث کې په دریو درجو کې لنډیز شوې ده: لومړۍ درجه: د نس ډکول. دویمه درجه: لږ خواړه یا څو مړۍ چې ملا ټینګه وساتي. درېیمه درجه: د حدیث دا برخه ده چې: «ثلث لطعامه، وثلث لشرابه، وثلث لنفسه»؛ یعني: یو ثلث د خوړو لپاره، یو ثلث د څښاک لپاره، او یو ثلث د نفس (ساه) اخېستلو لپاره» دا ټول په داسې مهال کې چې خواړه حلال وي.
دا حدیث د طب له مهمو قواعدو څخه یوه قاعده ده، حال دا چې طب په درېو اساسي اصولو ولاړ دی: د قوت ساتنه، پرهیز، کانګې -استفراغ-، او په حدیث کې لومړني دوه شاملې دي: لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ). (او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسراف کوونکي نه خوښوي) [الأعراف: 31].
د دې شریعت کمال چې د انسان ټولو؛ دنیوي او اخروي ګټو ته شامل دی.
د شریعت له علومو څخه د طب اصول او ځینې ډولونه یې دي، لکه د شاتو او تورې دانې (حبة السوداء) په اړه چې راغلي دي.
د شریعت احکام پر حکمت ولاړ دي، او دا احکام د زیانونو پر مخنیوي او د ګټو په راجلبولو ولاړ دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

