شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
Explanation
په الله تعالی باندې په ایمان لرلو سره.
او له شیطان څخه په الله جل جلاله باندې پناه وړلو سره.
او په وسوسو کې له مخکې تللو څخه په ودرېدلو سره.
Benefits
هره هغه وسوسه چې د انسان زړه ته لویږي او د شریعت خلاف وي، هغه به د شیطان له لورې وي.
د الله تعالی په ذات کې د فکر کولو ممانعت، او د هغه په مخلوقاتو او نښانو کې په فکر کولو ټینګار.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

