کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي بیا په آسمان کې غږ وکړي او وایې چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم ورسره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک هم ورسره مینه وکړي، او وروسته ورته د ځمکې په خلکو کې هم محبوبیت پېدا شي، او کله چې یو بنده بد وګني، جبرائیل را وبولي او وفرمایي: زه فلانی بد ګڼم ، نو ته یې هم بد وګڼه، نو جبرائیل یې بد وګڼي، بیا د آسمان په خلکو کې غږ وکړي چې: الله تعالی فلانی بد ګڼي، نو تاسې یې هم بد وګڼئ، نو د آسمان خلک يې هم بد وګڼي، او د ځمکې په خلکو کې به هم ورته کرکه پېدا شي».
Explanation
Benefits
"له چا سره چې الله تعالی مینه ولري، نو د آسمان او ځمکې مخلوق هم ورسره مینه کوي، او له چا څخه چې الله کرکه وکړي، د آسمان او ځمکې مخلوق هم ترې کرکه کوي".
سندي رحمه الله ویلي چې د: (ويوضع له القبول في الأرض) یعنې په ځمکه کې ورته محبوبیت پېدا شي څخه دا کار په عمومي توګه نه لازمېږي، بلکې دا په اندازه دی چې الله تعالی د هغه لپاره په ځمکه کې محبوبیت غوښتلی وي، ځکه چې د بدو خلکو د ښو خلکو سره دښمني معلومه ده.
په ډول ډول نېکو عملونو ټینګار؛ فرض وي او که سنت، او له ګناهونو او بدعتونو څخه ځان ساتل؛ ځکه د ناخوښۍ لامل ګرځي.
ابن حجر رحمه الله ویلي: "له دې څخه معنا اخیستل کېږي چې د خلکو د زړونو مینه د الله تعالی د مینې نښه ده، او هغه حدیث یې تاییدوي چې د جنازې په اړه راغلی دی چې: "أنتم شهداء الله في الأرض" یعنې: تاسو په ځمکه کې د الله ګواهان یاست".
ابن العربي المالکي ویلي: "د ځمکې له خلکو څخه مراد هغه کسان دي چې هغوی یې پېژني، نه هغه کسان چې نه یې پېژني او نه یې د ده په اړه څه اورېدلي وي".
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

