د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی: هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».
Explanation
نو له الله څخه یې انکار دا ګمان کول دي چې الله به بیا دوی له مرګ نه وروسته پيدا نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل له نشت څخه پيدا کړي وو، نو الله د هغوی دا خبره پدې سره رد کړه چې د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل یې له نشت څخه پيدا کول پيل کړي دي پدې ځواکمن دی چې بیا یې پيدا کړي، بلکې دا کار ورته اسان دی، او که چېرته الله جل جلاله ته دواړه کارونه؛ پيدا کول او بېرته راګرځول اسان وي، نو بیا خو الله جل جلاله پر هر څه قادر دي.
او د دوی سپکاوی دا وینا ده چې وایي: الله زوی لري، نو هغوی ته یې ځواب ورکړ چې هغه خو یو دی؛ هغه ذات دی چې په خپلو نومونو، صفتونو او افعالو کې له ټولو کمالاتو سره بې ساری دی، له هر ډول عیب او نېمګړتیا څخه پاک دی، بې نیازه دی چې هیچا ته اړتیا نه لري او هر څوک هغه ته اړتیا لري، نه د چا پلار و، نه د چا زوی و، او نه د هغه سپېڅلي ذات برابر بل څوک شته.
Benefits
له مرګ نه وروسته د بیا راژوندي کېدلو ثبوت.
د هغه چا د کفر ثبوت چې له بیا راژوندي کېدو انکار کوي او الله جل جلاله ته د زوی نسبت کوي.
الله جل جلاله لره برابر او سیال نشته.
د الله جل جلاله د زغم پراخوالی او کافرانو ته مهلت ورکول چې ښایي توبه وباسی او هغه ته بېرته وروګرځي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

