چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له بریده بن الحصیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي چې: د مازدیګر لمونځ وختي وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».
Explanation
Benefits
د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د مازديګر لمونځ پریږدي او په خپل وخت کې یې نه کوي، (ځکه د مازدیګر د لمانځه پرېښودل) د بل لمانځه په پرتله ډېره ګناه لري چې په خپل وخت کې ادا نه شي، ځکه چې دا منځنی لمونځ دی چې الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره امر کړی دی چې فرمایي: (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى) [البقرة: 238]. ((د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخي منځني لمونځ).
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

