د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې »
Explanation
Benefits
له هغه شیطان څخه وېرول چې په هره لار کې انسان ته کیني؛ تر څو یې د الله جل جلاله له اطاعت څخه منع کړي.
ابن حجر فرمایلي: دا وینایې چې فرمایي (ما قام إلى الصلاة) لدې څخه مراد عموما لمونځ دی، او کیدی شي چې مراد ترې هغه لمونځ وي چې ذهن ورته سبقت کوي، یعنی مراد ترې د شپې او یا د تهجد لمونځ دی.
طیبي فرمایلي: غوږ یې ځکه په ځانګړې توګه یاد کړ، اګر چې د سترګې یادونه مناسب وه ځکه چې خوب دروند وي، او غوږونه د توجه سرچينه ده، او ادرار یې ځکه یاد کړل؛ ځکه چې داخل ته ننوتل یې اسانه، او رګونو ته ژر رسېږي، نو له امله یې د بدن ټول غړي سستېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

