هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې،، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه؟ هغه وفرمايل: او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه، مګر هغه سړى چې له خپل ځان او مال سره وتلى وي او له هغې څخه هېڅ شی بیرته رانه وړي».
Explanation
صحابه کرامو رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې لسو ورځو پرته په نورو ورځو کې د جهاد په اړه پوښتنه وکړه، چې آیا جهاد غوره دی که نه؛ پدې لسو ورځو کې نور نېک عملونه غوره دي؟ ځکه هغوی باوري وو چې جهاد تر ټولو غوره عمل دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: پدې ورځو کې نېک عمل په نورو وختونو کې له جهاد څخه غوره دی، پرته له هغه مجاهد څخه چې ځان او مال د الله جل جلاله په لاره کې په خطر کې واچوي ، نو مال له لاسه ورکړي او ساه یې هم د الله جل جلاله په لاره کې وخیږي. نو دا هغه څه دي چې پدې مبارکو ورځو کې له نېک عمل څخه غوره دي.
Benefits
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

