د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو عبس عبدالرحمن بن جبر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي».
Explanation
Benefits
سره له دې چې ګردونه ټول بدن ته رسېږي، خو پښې یې له دې امله په ځانګړې توګه یادې کړې چې په هغه وخت کې ډېری مجاهدین پلي وو، او په هر حال کې به یې پښې په ګردونو کېدې.
ابن حجر فرمایلي: کله چې یوازې د ګرد له امله پښې پر اور حرامېږي، نو د هغه چا (به څومره) اجر وي چې زیار یې ویستلی وي او تر خپلې وسې یې ځان ستړی کړی وي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

