آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له علی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».
Explanation
Benefits
دا ذکر د شپې له خوب پرته نه ویل کیږي او دا الفاظ په مسلم شريف کې د معاذ له روایت څخه ثابت دي چې له شعبه څخه یې روایت کړي "إذا أخذتما مضاجعكما من الليل". یعنې کله چې د شپې مهال خوب ځای تللئ (ویده کېدلئ).
که چېرته دا ذکر له یو مسلمان څخه د شپې په پېل کې هېر شي او بیا د شپې په وروستۍ برخه کې ور په یاد شي نو ویل یې باک نه لري؛ ځکه علي رضي الله عنه چې د حدیث راوي دی وایې چې له هغه څخه د صفین د شپې په پېل کې هیر شوي وو، بیا وریاد شول نو له سهار څخه وړاندې یې وویل:
مهلب وایي: په دې کې د دې خبرې جواز دی چې یو انسان خپله کورنۍ د هغه څه کولو ته اړباسي چې په خپله یې کوي لکه اخرت ته په دنیا ترجیح ورکول، که چېرته یې د دې کار د کولو توان درلوده.
ابن حجر العسقلانی وایي: څوک چې (دا اذکار) په دوامداره توګه ووایي او سخته ورته نه وه چې د ستړتیا سره یې ووایي؛ نو باک نه لري، یعنې کولی شي چې دا اذکار لدې ټاکلي اندازې زیات هم ووایي.
عیني وایي: دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته غوره وویل: نو وجه یې دا ده چې اذکار د اخرت سره تړاو لري او خادم له دنیا سره، او یا دا چې فاطمې د څه غوښتنه کړې وه نو د دې اذکارو له امله به دومره ځواکمنه شي چې د خادم په پرتله به بیا ډېر کارونه کولی شي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

