افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#5403[صحيح دی]
HadeethEnc · 1.46.0

الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ». «بخیل هغه څوک دی چې زه ئې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له حسین بن علي بن ابي طالب رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الْبَخِيلُ مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ».

«بخیل هغه څوک دی چې زه ئې په وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي».
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د نوم، لقب او صفت په اورېدلو سره پر هغه د درود نه ویلو په اړه خبردارى ورکړی او فرمايلي یې دي چې: بشپړ بخيل هغه څوک چې زه یې پر وړاندې یاد شم او درود راباندې ونه وایي، ځکه چې:

لومړی: دا په داسې یو څه بخل دی چې له امله یې هیڅ شی له لاسه نه ورکوي؛ نه لږ او نه ډېر، نه پرې پیسي ورکوي او نه پرې زیات زیار باسي.

دویم: دې انسان په خپل ځان بخل وکړ او په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو له امله یې له ثواب څخه محروم کړ؛ ځکه چې په درود نه ویلو سره یې د داسې یو حق له ادا کولو ډډه وکړه چې ادا کول یې پرې لازم و، ځکه چې امر ورته شوی او ثواب پرې تر لاسه کیږي.

دریم: په درود وییلو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حق یوه برخه ادا کېږي، ځکه چې هغه موږ پوه کړي یو، موږ ته یې لارښوونه کړې، او همغه موږ د الله جل جلاله لارې ته بللي یو، او دا وحی او دا شریعت یې موږ ته راوړی، نو هغه -له الله جل جلاله وروسته- زموږ د هدایت لامل دی، نو څوک چې پرې درود نه وایي هغه په خپل ځان او خپل نبي صلی الله علیه وسلم بخل کوي، او تر ټولو کوچنی حق یې نه ادا کوي.
03

Benefits

په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو نه انکار کول د بخل او کنجوسۍ نښه ده.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل په هر وخت کې الله تعالی ته د نږدې تر ټولو غوره عمل او پیروي ده او د هغه د نوم د یادېدو پر مهال پرې زیات ټینګار کیږي.
نووي فرمایلي دي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وییلو پر مهال دې ورسره سلام هم یو ځای شي، او یوازې یو دې: صلی الله علیه ) او (علیه السلام) نه وایي.
ابو العالیة د الله تعالی د دې وینا په اړه فرمایلي: (إن الله وملائكته يصلون على النبي) یعنې الله او ملايکې یې په نبي درود وایي، فرمایي چې: په خپل نبي د الله تعالی له درود څخه موخه د هغه ستاینه ده، او د انسانانو او ملاېکو لخوا درود؛ دعا ده.
حلیمي فرمایلي دي چې د «اللهم صلّ على محمد» معنا دا ده چې: اې الله په دنیا کې یې یاد لوړ کړې، دین ته یې بریا ورکړې، او شریعت یې تلپاتې کړې، او په آخرت کې یې: د خپل امت سفارش کوونکی وګرځوې، دروند ثواب او بدله ورکړې، اولینو او آخرینو ته فضیلت د مقام محمود په ورکولو سره څرګند کړې او پر ټولو مقربو بندګانو یې مخکښ وګرځوې.

Attribution

[الترمذي او النسائي په سنن الکبری او احمد هم روايت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...