باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه مو خوښېږي، دا دعا ووایئ: «اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ». «اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نه مو خوښېږي، دا دعا ووایئ:
«اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ».
«اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی».
Explanation
بیا نبي صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې انسان باید الله تعالی ته رجوع وکړي، له هغه څخه د دې باد خېر وغواړي، او هغه خېر ترې هم وغواړي چې پدې باد کې دی، او د هغه څه خېر هم چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: باران ورول، (د بوټو تر منځ القاح) او نور داسې نورې ګټې.
همداراز له الله تعالی څخه د دې له شر نه پناه غوښتل او د هغه څه له شر نه چې پکې دی، او د هغه څه له شر نه چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: د نباتاتو، ونو، مالدارۍ له منځه تلل، د ودانیو ړنګېدل، او داسې نور زیانونه، او په دې کې الله تعالی ته د بندګۍ د حقیقت څرګندېدل دي.
Benefits
الله تعالی ته رجوع کول، او د هغه د مخلوقاتو له شر نه هغه ته پناه وړل.
باد ته ممکن په خېر او یا شر رسولو امر شوی وي.
ابن باز رحمه الله ویلي: د باد ښکنځل له ګناهونو څخه شمېرل کېږي، ځکه دا یو مخلوق دی چې الله تعالی یې اداره کوي او د خېر او یا شر لپاره لېږل کېږي. نو ښکنځل یې روا نه دي چې وویل شي: "پر باد دې د الله لعنت وي"، یا "الله دې دا باد ورک کړي"، یا "الله دې بې برکته کړي" او داسې نور عبارتونه، بلکې مؤمن باید هماغسې وکړي چې نبي صلی الله علیه وسلم یې لارښوونه کړې ده.
د باد پر حکم د تودوخې، یخنۍ، لمر، دوړو او نورو هغو شیانو ښکنځل او سپکولو قیاس کېږي چې د الله مخلوق دي او د هغه له لوري اداره کېږي، نو دا ټول شیان باید ونه ښکنځل شي، ځکه د الله تعالی مخلوقات دي او د هغه تصرفات دي او پرې بد ویل یې د توحید خلاف عمل ګڼل کېږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

