افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم. افتتاح البرنامج الدعوي السبت القادم، ٩ / ٣ / ١٤٤٨هـ بعد صلاة الفجر مباشرة مسجد محمد بن إبراهيم، الجامعة الإسلامية بالمدينة المنورة فضيلة الشيخ د. هيثم بن محمد سرحان دورة اليوم الواحد، وختم كتاب كل سبت بإذن الله حياكم الله ونفع بكم.
#5981[حسن]
HadeethEnc · 1.46.0

هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي

Available translations

Choose an available translation of this Hadeeth

01

Hadeeth text

له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي".
02

Explanation

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت څخه هغو کسانو ته پدې وینا سره خبرداری ورکوي چې ځینې کړنې یې کړي وي، فرمایي چې: "زمونږ څخه ندي" هغه خلک چې:

لومړی: "من تَطَيَّرَ أو تُطُيِّرَ له" دا په اصل کې: د مرغۍ له الوځولو څخه اخیستل شوی دی چې کله به هغوی په کوم کار او یا سوداګرۍ پيل کاوه نو مرغۍ به یې خوشې کړه؛ که چېرته به یې ښي لور ته الوتنه وکړه په نیک فال به یې ونیوله او د هغه کار پسې به روان شو چې اراده یې کړې وه، خو که چېرته به یې چپ لور ته الوتنه وکړه، نو په بد فال به یې ونیوله او له خپل کار څخه به لاس په سر شو، نو دا کار د خپل ځان لپاره هم ناروا دی او د بل چا لپاره هم چې دنده ورکړل شي تر څو یې ورته تر سره کړي، او پدې کې هر بد فال نیول شامل دي که هغه اورېدل وي او یا د کوم شي لیدل، له مرغیو، څارویو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څیزونو څخه.

دویم: له "من تَكَهَّنَ أو تُكُهِّنَ له"څخه مراد دا دی چې څوک چې د ستورو او نورو شیانو په کارولو سره په غیبو د پوهېدو دعوه وکړي، یا داسې چاته ورشي چې د کاهن او داسې نورو په څېر په غیبو د پوهېدلو دعوه وکړي او په هغه څه باور وکړي چې هغه یې له غیبو وایي، نو په هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.

دریم: "من سحر أو سحر له" یعنې دا چې څوک په خپله سحر وکړي او یا بل چاته دنده ورکړي چې سحر ورته وکړي؛ تر څو پرې چاته ګټه او یا زیان ورسوي، او یا تار ته غوټه ورکړي او د حرامو دمونو په چف کولو سره پرې جادو وکړي.
03

Benefits

پر الله جل جلاله توکل او د الله په اراده او تقدیر ایمان درلودل واجب دي او د فال، بد شګون، جادو، کوډو او یا پدې اړه له کوډګرو او جادوګرو څخه د پوښتنې کولو حراموالی.
د غیب د علم دعوه شرک دی کوم چې له توحید سره په ټکر کې دی.
په کوډګرو او جادوګرو باور کول او هغوی ته د ورتللو حراموالی او هغه څه چې د کف شناسۍ، پیالې، په برجونو کې لیدل او داسې نور دي هم همدا حکم لري، که څه هم یوازې د لیدلو په خاطر وي (یعنې باور ورسره نه وي).

Attribution

[البزار روايت کړی دی]

Categories

Share

Share hadeeth

Sharing options · 0 Total shares

Share

← Back to encyclopedia
Shopping Basket

Loading...