هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي".
Explanation
لومړی: څوک چې غومبري وهي، او غومبری یې ځکه یاد کړ چې غالبا همدا ځای وهل کیږي، کنه د ټول مخ له وهلو منع راغلې ده.
او دویم: ګرېوان څیري کوي، ګرېوان هغه ځای دی چې په جامه کې د سر ننویستلو لپاره پرېښودل کیږي، دا کار د زیاتې بې صبرۍ له امله کوي.
او دریم: د جاهلیت د زمانې په الفاظو غږ پورته کول لکه د تعصب په پلمه د پلرونو او نیکونو یادول، یا د هلاکت او تباهۍ خېرا غوښتل او یا زړه بوګنوونکي خاطرې رایادول او یا په مړي ستاینې کول او د هغه مېړانې او محاسن یادول او داسې نور..
Benefits
پر مصیبت صبر کول واجب دي، او د الله تعالی په دردوونکي تقدیر ناراضه کېدل حرام دي، چې په ژړا، ستاینو، سر خریلو او ګرېوان څیري کولو سره وشي.
په هغو چارو کې د جاهلیت د زمانې تقلید حرام دی چې شريعت د هغوی لپاره تصويب کړي نه وي.
خفګان کول او ژړا باک نه لري، ځکه دا د الله تعالی په پرېکړه د صبر کولو سره مخالفت ښکاره کول نه دي، بلکې دا یو ډول رحمت دی چې الله تعالی د انسان په زړه کې د خپلوانو او دوستانو لپاره پیدا کړی دی.
مسلمان باید د الله تعالی په پرېکړه خوښ اوسي، که چېرته پرې خوښ نه وي نو صبر کول پرې واجب دي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

