HadeethEnc · 1.46.0
چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبیدالله بن محصن الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته خبر ورکوي چې: اې مسلمانانو، له تاسو څخه چې څوک په داسې حال کې سهار کړي چې بدن یې له ناروغیو او دردونو سالم وي، په ځان، کورنۍ، اولادونو، او لاره کې امن وي، هېڅ وېره ونه لري، د ورځې لپاره له حلالو څخه دومره غله یا روزي ولري چې بسنه کوي، نو داسې ده لکه ګویا چې ټوله دنیا ورته راټوله شوې وي.
03
Benefits
روغتیا، امن، او (قوت) یعنې غلې ته د انسان اړتیا.
بنده باید پدې نعمتونو د الله تعالی شکر ادا کړي.
قناعت او په دنیا کې زهد ته هڅوونه.
بنده باید پدې نعمتونو د الله تعالی شکر ادا کړي.
قناعت او په دنیا کې زهد ته هڅوونه.
Attribution
[الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

