بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
Explanation
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد} [هود: 102]، «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
Benefits
الله جل جلاله ظالمانو ته مهلت ورکوي او هغوی ته په عذاب ورکولو کې بیړه نه کوي، بلکې په تدریج سره یې رانیسي او کله چې توبه ونه کړي نو بیا یې عذاب دوه چنده کوي.
ظلم کول؛ په امتونو باندې د الله جل جلاله د عذاب یو لامل دی.
كله چې الله جل جلاله يو كلى تباه كوي، نو كېداى شي چې نېکان خلک هم پکې وي، نو دوى به د قيامت په ورځ له هغه نیک عمل سره راپورته کیږي چې پرې مړه شوي دي او دا چې دوی هم په عذاب سره مړه شوي دي نو دوى ته کوم زيان نه لري.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

