HadeethEnc · 1.46.0
یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) او فرمایل به یي: « یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري».
02
Explanation
پوچه وینا او پوچې کړنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اخلاقو څخه نه وو، نه یې د دې کار اراده درلوده او نه یې په قصدي توګه کاوه، ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم د لویو اخلاقو خاوند و.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم به وییل: د الله جل جلاله په نزد په تاسو کې تر ټولو غوره هغه څوک دی چې اخلاق یې په ښو کړنو کولو - ورین مخ، له خلکو څخه په ضرر لرې کولو او یا ورڅخه سختۍ پورته کولو، او له خلکو سره په مهربانۍ چلند کولو سره ښایسته وي.

03
Benefits
مؤمن باید له بدو خبرو او بدو کارونو څخه ځان وساتي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړ اخلاق، چې له هغه څخه له نیک عمل او پاکیزه وینا پرته بل څه نه صادریږي.
ښه اخلاق د سیالۍ میدان دی، نو څوک چې مخکې شو هغه د غوره مؤمنانو له جملې او په ایمان کې تر ټولو کامل شخص دی.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares