HadeethEnc · 1.46.0
بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې: ښه اخلاق یې خاوند د هغه چا درجې ته رسوي چې په دوامداره توګه د ورځې روژې نیسي او د شپې تهجد کوي او ښه اخلاق په: نیکۍ کولو، ښایسته خبرو، ورین مخ، له نورو څخه په ضرر لرې کولو او له ځان څخه د نورو په ضرر لرې کولو کې رانغاړل شوي دي.
03
Benefits
د اسلام عظمت او لویي چې د اخلاقو بشپړتیا او تکامل ته پاملرنه کوي.
د ښو اخلاقو فضیلت، تر دې چې بنده د پرلپسې روژه نیوونکي او هغه تهجد کوونکي درجې ته رسوي چې نه ستړی کیږي.
د ورځې روژه او د شپې تهجد کول هغه دوه ستر عملونه دي چې تر سره کول یې په نفس سخت تمامیږي، نو د ښو اخلاقو خاوند دې درجې ته ځکه رسېدلی چې د خپل ځان په وړاندې په غوره اخلاقو سره مبارزه کوي .

Attribution
[ابو داود او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares