HadeethEnc · 1.46.0
مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په وینا او عمل کې مهرباني، نرمي، او مهلت ورکول، چارې ښایسته کوي، بشپړتیا او ښکلا وربخښي، او نږدې ده چې خاوند یې خپله اړتیا پوره کړي.
د مهربانۍ نشتوالی شیان عیبجنوي او بدرنګوي یې، او خاوند یې لدې منع کوي چې خپل حاجت پوره کړي، او که چېرته یې پوره هم کړي نو په ډېرې سختۍ سره به وي.
د مهربانۍ نشتوالی شیان عیبجنوي او بدرنګوي یې، او خاوند یې لدې منع کوي چې خپل حاجت پوره کړي، او که چېرته یې پوره هم کړي نو په ډېرې سختۍ سره به وي.
03
Benefits
په ځان کې د نرمۍ صفت پيدا کولو ته هڅول.
نرمي انسان ښایسته کوي، او په دیني او دنیوي چارو کې د خیر سبب دی.
نرمي انسان ښایسته کوي، او په دیني او دنیوي چارو کې د خیر سبب دی.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

