HadeethEnc · 1.46.0
په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ایمان په لحاظ تر ټولو کامل انسان هغه دی چې ښه اخلاق ولري او دا کار په ورین تندي، نیکۍ کولو، ښو خبرو او له نورو څخه په ضرر لرې کولو سره کیږي.
او تر ټولو غوره مؤمن هغه دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وي، لکه د هغه مېرمن، لوڼې، خویندې او خپلوانې. ځکه چې هغوی د نورو په پرتله زیات حق لري چې ښه سلوک ورسره وشي.
او تر ټولو غوره مؤمن هغه دی چې د خپلو مېرمنو لپاره غوره وي، لکه د هغه مېرمن، لوڼې، خویندې او خپلوانې. ځکه چې هغوی د نورو په پرتله زیات حق لري چې ښه سلوک ورسره وشي.
03
Benefits
د ښو اخلاقو فضیلت او دا چې ښه اخلاق له ایمان څخه دي.
عمل له ایمان څخه دی او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
په اسلام کې د ښځو درناوی او له هغوی سره مهرباني کولو ته هڅول.
عمل له ایمان څخه دی او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
په اسلام کې د ښځو درناوی او له هغوی سره مهرباني کولو ته هڅول.
Attribution
[ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

