الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ،
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ».
«پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».
Explanation
"که داسې مې کړي وای نو داسې او داسې به شوي وو". "ځکه د (که) کلمه په تقدیر د نیوکي لپاره د شیطان کړنو ته لار پرانیزي" او په هغه څه پښېمانتیا رامنځته کوي چې له لاسه ورکړل شوی دی، خو د الله تعالی تقدیر ته په تسلیمېدو سره دې ووایي "د الله پریکړه ده او هغه چې څه وغواړي هغه کوي"، څه چې وشول د الله جل جلاله د خوښې او ارادې سره سم وشول، بېشکه الله جل جلاله هغه ذات دی چې څه وغواړي هغه کوي، د هغه پریکړه لره منع کوونکی او د حکم لره یې تعقیبوونکی نشته.
Benefits
مستحب دي چې د عمل لپاره انسان ځواکمن وي؛ ځکه په ځواک سره چې کومې ګټې ترلاسه کیږي په کمزورۍ کې نه تر لاسه کیږي.
انسان باید د هغه څه په لټه کې شي چې ګټه ورته رسوي او هغه څه پریږدي چې ګټه نه لري.
مومن باید په خپلو ټولو چارو کې د الله مرسته وغواړي، او په ځان تکیه ونه کړي.
د قضا او قدر ( د الله جل جلاله د پریکړې او تقدیر ) ثبوت، او دا چې تقدیر د اسبابو له کارولو او د ښېګڼو پسې له پلټنې کولو سره په ټکر کې عمل ندی.
د مصیبت پر مهال د ناخوښۍ له امله د (که) له وېیلو څخه ممانعت او د الله جل جلاله په قضا او قدر د نیوکې حراموالی.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

