HadeethEnc · 1.46.0
حیا له ایمان څخه ده
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل یو ورور ته یې د حیا په اړه نصیحت کاوه، نو ورته یې وفرمایل: « حیا له ایمان څخه ده».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ورته څرګنده کړه چې حیا له ایمان څخه ده، او دا چې پایله یې یوازې خیر دی.
او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.
او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.
03
Benefits
هغه څه چې تا د خیر له کارونو څخه منع کوي حیا نه بلل کیږي، بلکې هغې ته خجالت، بې وزلي، بې زړه توب او بزدلي وایي.
له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.
او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.
له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.
او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.
Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

