HadeethEnc · 1.46.0
څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
02
Explanation
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه بنده چې په الله او د آخرت پر هغې ورځې ايمان لري چې هغې ته به ورګرځي او په هغې کې به د عملونو بدله ورکړل کیږي، نو هغه لره به یې ایمان دې خویونو ته هڅوي:
لومړی: ښه وینا: د الله تعالی له حمد او ثنا ویلو څخه، په نیکۍ امر کول، له بدیو څخه منع کول او د خلکو تر منځ روغه کول، که چېرته یې داسې ونه کړل؛ نو غلی دې پاتې شي، له اذیته دې لاس واخلي او د خپلې ژبې ساتنه دې وکړي.
دویم: د ګاونډي عزت کول: له هغه سره ښه کول او ضرر ورته نه رسول.
دریم: ستا د لیدو لپاره د راغلو میلمنو عزت کول: په ښایسته خبرو، خوړو ورکولو او داسې نورو - کارونو - سره.

03
Benefits
په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان د ټولو نیکیو ریښه ده، او - انسان - ښو کارونو ته اړباسي.
د ژبې د آفتونو په اړه خبرداری.
د اسلام دين د الفت او عزت دین دی.
دا خویونه د ایمان له څانګو څخه دي او د ستاینې وړ اخلاق دي.
زیاتې خبرې کول د هغه څه لامل کېدی شي چې ناخوښه او یا منع وي او خوندیتوب په دې کې دی چې له نېکې وینا پرته نورې خبرې ونه کړي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares