څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي
Choose an available translation of this Hadeeth
Hadeeth text
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي».
Explanation
Benefits
بدله د عمل له جنس څخه وي، نو څوک چې خپلوي د نیکۍ او مهربانۍ له مخې وپالي، نو الله تعالی به د هغه په عمر او رزق کې برکت واچوي.
خپلوي پالل (صله رحمي) د رزق د زیاتوالي، پراختیا او د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي، او که چېرته اجل او روزي ټاکل شوي وي نو بیا شونې ده چې مراد ورڅخه په روزۍ او عمر کې برکت اچول وي، داسې چې په خپل (ټاکلي) عمر کې به (د بل چا په پرتله) ډېر او ګټور کارونه وکړي، او داسې هم وییل شي چې په روزۍ او عمر کې له زیاتوالي څخه حقیقي زیاتوالی مراد دی. نو الله جل جلاله ښه پوهیږي.
Attribution
Categories
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

