HadeethEnc · 1.46.0
چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: زما سپرلۍ مړه شوې ده، نو ما په یوه څاروي سپور کړه او ماته یوه سپرلۍ راکړه چې ومې رسوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بخښنه وغوښته ځکه چې هغه د هغه د سپرولو لپاره هېڅ شی نه درلود، نو یو سړی چې هلته حاضر و وویل: اې د الله رسوله! زه به یو څوک وروښایم چې سپور یې کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه د سپرلۍ د خاوند سره په ثواب کې شریک دی، ځکه چې اړمن ته یې د هغه لارښوونه وکړه.
03
Benefits
ښېګڼې ته په لارښوونې ټینګار.
ښېګڼې کولو ته هڅول د اسلامي ټولنې د پیوستون او یووالي یو لامل ګرځي.
د الله تعالی د مهربانۍ پراخوالی.
دا حدیث یوه عمومي قاعده ده چې د ښګڼې ټولو کارونو ته شاملیږي.
كه څوک د سوال كوونكي غوښتنه پوره نه كړاى شي، نو بل چاته دې لارښوونه وکړي.
ښېګڼې کولو ته هڅول د اسلامي ټولنې د پیوستون او یووالي یو لامل ګرځي.
د الله تعالی د مهربانۍ پراخوالی.
دا حدیث یوه عمومي قاعده ده چې د ښګڼې ټولو کارونو ته شاملیږي.
كه څوک د سوال كوونكي غوښتنه پوره نه كړاى شي، نو بل چاته دې لارښوونه وکړي.
Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares

