HadeethEnc · 1.46.0
پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې اصلي ځواک د بدن ځواکمني نده او نه هغه ځواکمن دی چې نور قوي کسان راچپه کړي، بلکې غښتلی او پیاوړی - انسان - هغه څوک دی چې د خپل نفس په وړاندې مبارزه وکړي او د سختې غصې په وخت کې یې کنټرول کړي، ځکه چې دا د دې په خپل ځان د پوره ځواک او په شیطان د غالبېدو دلیل دی.
03
Benefits
د غصې په وخت کې د زغم او پر نفس د کنټرول فضیلت، او دا یو له هغو نیکو کارونو څخه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی دی.
د غصې پر مهال د نفس په وړاندې مبارزه د دښمن پر وړاندې له مبارزې کولو سخته ده.
اسلام د جاهلیت د ځواکمنۍ مفهوم ته په ښو اخلاقو بدلون ورکړی دی، نو تر ټولو ځواکمن انسان هغه دی چې خپل ځان کنټرول کړي.
له غوصې څخه ځان ساتل، ځکه چې زیان یې افرادو او ټولنې ته رسیږي.

Attribution
[متفق علیه دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares