HadeethEnc · 1.46.0
له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
Available translations
Choose an available translation of this Hadeeth
01
Hadeeth text
له أبو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ماته رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې».
02
Explanation
رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیکۍ کولو ټینګار کړی، او دا چې (څوک) یې سپکه ونه ګڼي که څه هم لږه وي، لکه له یو چا سره په موسکا کې په ورین تندي مخ کېدل، نو مسلمان ته په کار دي چې پاملرنه ورته وکړي؛ ځکه چې پدې کې د یو مسلمان ورور ته سکون ورکول او خوشحالول دي.
03
Benefits
د مومنانو تر منځ د مينې فضيلت، او په موسکا او ورین تندي سره مخ کېدل.
د دې شريعت بشپړتيا او ټول شمولوالي او دا چې دې شریعت په هر هغه څه سره راتګ کړی دی چې د مسلمانانو سمونتیا او یووالی پکې وي.
په نیکۍ کولو ټینګار که څه هم لږه وي.
د مسلمانانو خوشحالول؛ ځکه چې پدې سره د دوی تر منځ نږدېوالی رامنځته کیږي.

Attribution
[مسلم روايت کړی دی]
Categories
Share
Share hadeeth
Sharing options · 0 Total shares